IQNA

 د افغانستان طالبانو د پاکستان د پوځ دقوماندان پرڅرګندونو سوړغبرګون وښود

16:49 - July 15, 2023
د خبر لمبر: 3487630
ایکنا-(تهران) د پاکستان د پوځ مشرقوماندان جنرال عاصم منیر د بلوچستان صوبې ژوب ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال ویليدي ، چې په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو په شتون اندېښمن دی.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د پاکستان د پوځ د مشر قوماندان  د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هېچا ته د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز «عاصم منیر» د بلوچستان ژوب ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ته اندېښمن دی.

هغه له طالبانو څخه غوښتي وو چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او هېڅ وسله‌والې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ هم په یوه  خبري غونډه کې د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د نه کارولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

زهرا بلوچ زیاته کړې وه دا د اسلامي امارت مسووليت دى چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرخلاف ونه کارول شي .

خو په افغانستان کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل بیا په دې ویلي چې د دوی دریځ روښانه دی او هېڅ وسله‌والې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

هغه ویلي، د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې خاوره به یې د هېچا پر ضد نا کارول کېږي.

captcha